د کابل ولایت په دهسبز ولسوالۍ کې د یوه چکډیم د جوړولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د انټرساس مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړهلیک پر بنسټ، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یادې مؤسسې په مالي لګښت، د دهسبز ولسوالۍ د خاص دهسبز په کلي کې د یوه چکډیم د جوړولو کار بشپړ کړ او رسمآ یې ګټې اخیستنې ته وسپاره.
یاد چکډیم ۶۰ متره اوږدوالی، له ۴ څخه تر ۵ مترو لوړوالی او ۲۰ متره پلنوالی لري. ټاکل شوې ده چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سېلابونو له ګواښ څخه ګڼ شمېر استوګنیز کورونه او کرنیزې ځمکې خوندي شي.
سربېره پر دې، دغه چکډیم به د ځمکې لاندې د اوبو د سرچینو په پیاوړتیا، د څو چینو د اوبو په زیاتوالي او د سیمې د اوبو د زېرمو په ښه مدیریت کې مهم رول ولوبوي.
د مسئولینو په وینا، د یاد چکډیم د جوړولو چارې د سیمې د اوسېدونکو له لوري د ورځني کار په بڼه پرمخ وړل کېدې، چې د پروژې په جریان کې ۶۰ تنو کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه.
دغه چاره نه یوازې د وقایوي اقداماتو په پلي کېدو کې اغېزناکه وه، بلکې د سیمې د خلکو د اقتصادي وضعیت په ښه والي کې یې هم مرسته کړې ده.
د سیمې اوسېدونکو د یاد چکډیم له بشپړېدو څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به د دوی ګڼې ستونزې هوارې شي او د سېلابونو له خطرونو څخه به د هغوی ځان او مال خوندي پاتې شي.
