د بامیان ولایت په مرکز کې د چکډېمونو او خوړونو جوړولو د ۶ پروژو چارې پیل شوې

rahyab
Thu, Jul 02 2026 12:28 PM
news image

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د استوګنې لپاره د آغاخان موسسې (AKAH) په مالي ملاتړ، د سېلابونو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو په موخه د دې ولایت د مرکز په توپچي کلي کې د چکډېمونو او خوړونو جوړولو د ۶ پروژو چارې رسماً پیل کړې.

دا پروژې د قدرتي پېښو د خطرونو د کمولو، د استوګنیزو کورونو او کرنیزو ځمکو د خوندیتوب، د سېلابونو له امله د رامنځته کېدونکو زیانونو د مخنیوي او همدارنګه د سیمه‌ییزو اوسېدونکو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه عملي کېږي.

د دغو پروژو د پرانېستې مراسم د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس مولوي محمد طاهر شاکر، سیمه‌ییزو مسؤلینو، د استوګنې لپاره د آغاخان موسسې (AKAH) د استازو، قومي مشرانو او د سیمې د یو شمېر اوسېدونکو په شتون کې ترسره شول.

د غونډې ګډونوالو د یادو پروژو پلي کېدل د سېلابونو د خطرونو د کمولو، د عامه المنفعه تاسیساتو، استوګنیزو کورونو او کرنیزو ځمکو د خوندیتوب په برخه کې یو اغېزناک ګام وباله او د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د استوګنې لپاره د آغاخان موسسې (AKAH) د همکاریو او ملاتړ ستاینه یې وکړه.

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ټینګار وکړ چې د داسې پروژو پلي کېدل د سیمه‌ییزو ټولنو د زغم په لوړولو، د قدرتي پېښو د زیانونو په کمولو او د زیانمنو سیمو د اوسېدونکو لپاره د خونديتوب په رامنځته کولو کې مهم رول لري.
 

Latest news

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

Wed, Jul 29 2026 2:16 PM
Background image

The Director General of ANDMA Visited the Flood-Affected Areas of Parwan Province

Today, on Tuesday, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, after visiting Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .