د بغلان ولایت د ډنډ غوري ولسوالۍ د سیلابي لارې د پاکولو او استحکامي پروژې کار پیل شو
د بغلان ولایت مقام د لارښوونې پر بنسټ، د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ډنډ غوري ولسوالۍ د امرخېل کلي د سیلابي لارې د پاکولو او استحکامي پروژې چارې رسمآ پیل کړې.
دغه پروژه د سیلابونو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو، د خلکو د ځان او مال د خونديتوب او د قدرتي پېښو له احتمالي زیانونو څخه د مخنیوي په موخه پلې کېږي. له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مسؤلینو د معلوماتو له مخې، د دې پروژې په بشپړېدو سره به ۱۳ کلي د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي شي او د قدرتي پېښو پر وړاندې به د سیمې د اوسېدونکو د زیانمنتیا کچه راټیټه شي.
دغه پروژه د ۸۹۴۰۰ افغانیو په لګښت پلې کېږي او د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هغو پروګرامونو یوه برخه ده چې موخه یې له خطر سره مخ سیمو کې د خطرونو کمول او وقایوي تدابیر پیاوړي کول دي.
د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې له پیل څخه هرکلی وکړ او دا یې د سیلابونو له امله د احتمالي زیانونو د مخنیوي لپاره یو اغېزناک ګام وباله. هغوی د مسؤلینو له پاملرنې او همکارۍ څخه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د دې پروژې له بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو خوندیتوب د احتمالي سیلابونو پر وړاندې په څرګند ډول زیات شي.
