د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست ۶۰۳ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د کاناډا د ماشومانو نړیوالې مؤسسې (WCC) ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړهلیک پر بنسټ، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د وروستۍ زلزلې له امله ۶۰۳ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، د مستحقو کسانو د سروې او پېژندنې بهیر له بشپړېدو وروسته او د اړوندو مسئولینو په شتون کې، د نورګل ولسوالۍ ۳۰۸ کورنیو او د څوکۍ ولسوالۍ ۲۹۵ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشل شوې.
په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲۰۰ ډالر ووېشل شول، چې د ټولو ۶۰۳ کورنیو لپاره په ټولیز ډول یو لک او شل زره او شپږ سوه (۱۲۰,۶۰۰) ډالر ځانګړي شوي وو.
د دغو مرستو ترلاسه کوونکو د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست او د کاناډا د ماشومانو نړیوالې مؤسسې (WCC) څخه د زیانمنو کورنیو د ملاتړ او همکارۍ له امله مننه او قدرداني وکړه.
