د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۳۰۰ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ASIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام(WFP) دی، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په تخنیکي همکارۍ، د دې ولایت په جلګه ولسوالۍ کې ۱۳۰۰ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې له سروې وروسته، هرې کورنۍ ته یوه بورۍ ۵۰ کیلویي اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۷ کیلو دال او یو پاکټ مالګه ووېشل شوه.
له مرستو برخه منو کورنیو د دغو مرستو ترلاسه کولو په پار خوښي څرګنده کړه او د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست، د ASIO مؤسسې او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) څخه یې د زیانمنو او اړمنو کورنیو د پر وخت ملاتړ او مرستو له امله مننه او قدرداني وکړه.
