د زابل ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د زابل ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د سیوري، اټغر او شنکي ولسوالیو او مرکز کې د اورلګېدنې له امله ۲۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کي له سروې وروسته هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، دوه بورۍ ۵۰ کیلویي غنم، یوه بورۍ ۲۵ کیلویي وریجي، یو لاسي چراغ او یو سلوشن وویشل شول.
