د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ارغستان ولسوالۍ کې د لوړ خطر لرونکو سیمو سروې وکړه
د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست یو تخنیکي ټیم، د ارغستان ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د اړینو وقایوي پروژو پلي کولو د اړتیاوو ارزونې په موخه د قدرتي پېښو پر وړاندې د لوړ خطر لرونکو څلورو سیمو تخنیکي سروې وکړه.
د سروې په پایله کې د ارغستان ولسوالۍ د چغنیانو سیمې د لارې د بیارغونې، د شین څاه د مانده د پاکولو او د کوباتخیلو د چکډیم د پاکولو پروژې د پلي کېدو لپاره تثبیت شوې. همدارنګه، د لوړې علاقې د لارې پروژه، چې د لګښت اندازه یې له ۱۰۰ میلیونه افغانیو څخه زیاته اټکل شوې، د عملي کېدو په موخه اړوندو ادارو ته د منظورۍ او ملاتړ لپاره وړاندیز شوه.
د دغې تخنیکي سروې اساسي موخه د قدرتي پېښو د خطرونو کمول، د سیلابي لارو او ویالو پاکول، د وچکالۍ د اغېزو د راکمولو لپاره د اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لوړول او د سیمې د اوسېدونکو لپاره د خوندي او اسانه تګ راتګ زمینه برابرول دي.
د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست وایي، چې د قدرتي پېښو د خطرونو کمولو او د خلکو د ژوند، شتمنیو او عامه زیربناوو د خوندیتوب لپاره به د تخنیکي سروېګانو، وقایوي پروژو او بنسټیزو اقداماتو لړۍ د اړوندو ادارو او ځایي خلکو په همکارۍ دوام ولري.
