په نورستان او لغمان ولایتونو کې د پېښو له امله زیانمنو شویو کورنیو ته د رسېدنې لپاره د ۱۰۰۰ بورۍ غنمو د لېږد بهیر پیل شو
نن سهشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، نورستان ولایت ته د ۷۰۰ بورۍ ۵۰ کیلويي غنمو او لغمان ولایت ته د ۳۰۰ بورۍ غنمو د لېږد بهیر پیل شو.
دغه مرستې په نورستان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله او په لغمان ولایت کې د نورو قدرتي پېښو له امله زیانمنو شویو کورنیو ته پر وخت او اغېزمنې رسېدنې لپاره لېږدول کېږي، تر څو د هغوی لومړنۍ اړتیاوې پوره شي.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره، د اړوندو ولایتي ریاستونو په همغږۍ، تل هڅه کوي چې د بېړنیو حالاتو پر مهال زیانمنو کورنیو ته اړینې مرستې ورسوي او د زیانمنو کسانو د رسېدنې بهیر په منظم او شفاف ډول مدیریت کړي.
نېټه: ۶/۲/۱۴۴۸
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
