د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۲۰ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له خپلو امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې او د درمان موسسې په همکارۍ، د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو او د موسهي ولسوالۍ د عبدالروف کلا کلي کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو او مستحقو ۳۲۰ کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې، د مسؤلینو په شتون کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري ۱۲۰ کورنیو هرې یوې ته ٥٠ کیلو غنم، ١٢.٥ کیلو وریجي، ٥ کیلو بوره، ٣ پلاستیکي صندقونه، ٣ څراغونه، ١٠٠ تختې د اوبو تصفیه کولو ګولۍ، ٥ کلچې د جامو مینځلو صابونونه، ٢ جوړه څپلۍ او ۲ د آشپزي لویې کاشوغې او همدارنګه د درمان موسسې له لوري ۲۰۰ کورنیو هرې یوې ته ٥٠ کیلو اوړه، ٢٠کیلو وریجې، ٥ لیټره غوړي، ٢.٥ کیلو لوبیا، ٢ کیلوبوره او ٤ کیلو مکروني ووېشل شوه.
د مرستو ترلاسه کوونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او درمان موسسې څخه د مرستو د وېش په پار مننه او قدرداني وکړه.
