د غزني ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې ۵۰۰ کیلویي بمب کشف او په خوندي ډول له منځه یووړل شو

rahyab
Wed, Aug 12 2026 12:24 PM
123

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ماین‌پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست د بیړنۍ شمېرې ۰۷۰۸۶۰۶۰۶۰ له لارې، د غزني ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ د عسکرکوټ بازار د سیمې د یوه اوسېدونکي له لوري د یادې سیمې د خلکو ژوند ته د ګواښ او احتمالي خطر په اړه خبر ترلاسه کړ. د خبر له ترلاسه کېدو وروسته، یاد ریاست د DRC  ماین‌پاکۍ مؤسسې د DRC-QRT-02 چټک غبرګون ټیم سیمې ته واستوه او یاد ټیم د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د ناچاوده توکو د کشف او لمنځه وړلو عملیات ترسره کړل.

د عملیاتو پر مهال، د عسکرکوټ بازار د سیر کلي د یوه کور په انګړ کې یو د OFAB-500 ډوله ۵۰۰ کیلویي روسي بمب کشف، له سیمې څخه په خوندي ډول انتقال او له منځه یووړل شو.

د یاد بمب په خوندي ډول له منځه وړلو سره د سیمې د اوسېدونکو د ځان او مال د احتمالي زیان او مرګ‌ژوبلې مخه ونیول شوه او سیمه له یوه جدي خطر څخه پاکه شوه.

د ماین‌پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست او د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ټولو هېوادوالو څخه غوښتنه کوي، چې د ماینونو، ناچاوده توکو او یا نورو مشکوکو توکو د لیدلو په صورت کې له لمس کولو او نږدې کېدو څخه ډډه وکړي او سمدستي اړوندو مسوولینو ته خبر ورکړي، څو د احتمالي مرګ‌ژوبلې او مالي زیانونو مخه ونیول شي.

Latest news

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

Wed, Jul 29 2026 2:16 PM
Background image

The Director General of ANDMA Visited the Flood-Affected Areas of Parwan Province

Today, on Tuesday, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, after visiting Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .