۵۰ ټنه خوراکي مواد د وروستیو سیلابونو زیانمنو سره د خواخوږۍ او مرستې په موخه میدان وردګ او زابل ولایتونو ته انتقال سوې.

کابل - ۱۷ صفرالمظفر ۱۴۴۶
پېښو ته د چمتووالي او رسیدنې ملي اداره ۵۰ ټنه خوراکي مواد ورسره غیرې خوراکي مواد د وروستیو سیلابونو زیانمنو سره د خواخوږۍ او مرستې په موخه میدان وردګ او زابل ولایتونو ته ولیږل.
په دې کې، ۶ ټنه مرسته میدان وردګ ولایت ته انتقال سوه او ۴۴ ټنه نور زابل ولایت ته په لاره دي.
یادونه باید وکړو چې دغه مواد د یادو ولایتونو لپاره په لاندې ډول دي: اوړه، وریجې، غوړي، شیدې او د میدان وردګ ولایت لپاره ۲۲۸ کمپلې شاملې وې .
