د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۹۱ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۹۱ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د UNICEF دفتر په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ورښتونو له امله ۴۹۱ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته یوه فامیلي بسته، یوه سطرنجي، یو جارو، صابوني مواد او د حفظ الصحې یوه بسته ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۰۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
