د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په شخیل آباد ولسوالۍ کې کې د ۵۰۰ متره اوږد خوړ د کیندنې پروژه پیل کړه
د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د شخیل آباد ولسوالۍ په فقیرانو کلي کې د سېلابونو د خطرونو د کمولو او د خلکو د ځان او مال د خوندیتوب په موخه د یوه خوړ د کیندنې پروژه پیل کړه.
دا خوړ ۵۰۰ متره اوږدوالی، ۸ متره پلنوالی او ۲ متره ژوروالی لري، چې د کیندنې چارې به یې د درې لکه او شل زره (۳۲۰٬۰۰۰) افغانیو په ټولیز لګښت بشپړې شي. د پروژې چارې به په نږدې راتلونکې کې بشپړې او د سیمې د اوبو د لارې په منظمولو سره به د سیلابونو د احتمالي زیانونو په مخنیوي کې مرسته وکړي.
د سیمې اوسېدونکو د یادې پروژې له پیل څخه خوښي څرګنده کړې او د قدرتي پېښو پر وړاندې د خطرونو د کمولو په برخه کې یې د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له هڅو او خدمتونو څخه مننه او قدرداني وکړه.
نېټه:۱۴۴۸/۴/۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
