په ننګرهار ولایت کې ۱۹۹ کورنیو سره نغدي مرستې ترسره شوې
ننګرهار- د لړم ۴مه-۱۴۰۱
د IRC موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، په یاد ولایت کې د وروستیو طبیعي پېښو له امله ۱۹۹ زیانمن شویو کورنیو ته د سرپناه د ترمیم لپاره له سروې وروسته په لومړي قسط کې ۲ میلیونه او ۵۸۷ زره نغدي افغانۍ ووېشلې.
په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱۳۰۰۰ نغدي افغانۍ ووېشل شوې.