پکتیا ولایت کې د جګړو او نا امنیو له امله ۱۰۱ داخلي بيځایه شویو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته تر سره شوه

rahyab
Wed, Jul 14 2021 4:33 PM
News

چهار شنبه – ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۰
د پکتیا ولایت کډوالو او راستنیدونکو چارو او پېښو پر وړاندې مبارزې او چمتووالي ریاستونو سره په همغږۍ د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي استازولۍ(UNHCR) لخوا د پکتیا ولایت اړوند بېلابیلو ولسوالیو کې د جګړو او نا امنیو له امله د ۱۰۱ زیانمنو داخلي بیځایه شویو کورنیو سره چې مرکز ګردیز اړوند سیمو ته بیځایه شويدي د غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
پدې توکو کې هرې کورنۍ ته (کمپلې، پلاستیکي ترپالونه، روغتیايي کڅوړه، مایع ګاز ډابه او نور اړین شیان) ورکړل شول.
د پکتیا ولایت بېړنیو حالاتو کمیسیون دېته ژمن دی چې د ولایت اړوند ټولو داخلي بیځایه شویو ته د لومړنۍ ارزونې او د کورنۍ د تثبیت وروسته په عاجله توګه لاسرسۍ او کومکونه ترسره کړي.

Latest news

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .