فاریاب ولایت ته پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د مرستیال سفر؛ ۱۰۰۰ زیانمن شویو او مستحقو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکي ترلاسه کړل

rahyab
Sun, Mar 27 2022 11:43 AM
News

پشتون کوټ- د وړي ۷مه ۱۴۰۱
محترم مولوي شرف الدین مسلم پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال، د هیواد شمال ته په خپل سفر کې فاریاب ولایت ته ولاړ او د دولتي ادارو غړو، د یاد ولایت د پېښو سره مبارزې رییس او ورسره پلاوي په ګډون یې په پشتون کوټ ولسوالۍ کې ۱۰۰۰ زیانمن شویو او مستحقو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو د وېش لړۍ پیل کړه.
د دغو مرستو د وېش په پروګرام کې، د پېښو وزارت مرستیال د ا.ا.ا د مشرتابه د هیلو په څرګندولو سره د پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د ژمنې پر بنسټ وویل: موږ نن فاریاب ته راغلي یو ترڅو ستاسې ستونزې او ننګونې واورو او هغوۍ ته یو مناسبه حل لاره پیدا کړو.
هغه زیاته کړه: نن ورځ ۱۰۰۰ زیانمن شویو او مستحقو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو د وېش لړۍ پیل کېږي، چه د هرې کورنۍ ونډه له دغو مرستو څخه یوه بورۍ اوړه ۵۰ کیلویي، ماش او د مایع ګاز دۍ چې هغوۍ ته به ووېشل شي.
د یادونې وړ ده چې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال د خلکو ستونزو اوریدو او هغوۍ ته د رسېدنې په پار بلخ، جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو څخه لیدنه کړې او د خوراکي او غیر خوراکي توکو د وېش لړۍ یې هغوۍ ته پیل کړي ده.
NewNews

News

Latest news

Sat, Mar 28 2026 4:19 PM
Background image

The Director General of ANDMA Traveled to Nangarhar Province and Held an Emergency Meeting with Provincial Staff and Volunteers in the Eastern Zone

This morning, on Saturday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, traveled to Nangarhar Province at. . .

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .