د وزارت مالي او اداري نوی عمومي رییس معرفي او کار یې پیل کړ.

rahyab
Wed, Apr 13 2022 10:03 AM
n

 کابل _ 23 حمل 1401
محترم الحاج غوث ناصري چې په دې وروستیو کې د ریاست الوزرا مقام د حکم پر بنسټ، د پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د مالي او اداري عمومي رییس په توګه ټاکل شوۍ و، نن ماسپښین د مولوي شرف الدین مسلم د دې وزارت مرستیال لخوا د ا.ا.ا د چارو ادارې د استازي په شتون کې معرفي او کار یې پیل کړ.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال، د ښاغلي ناصري د معرفي په پروګرام کې وویل چې د حکومت د مشرتابه لخوا د وړتیا پر بنسټ ادلون او بدلون یو اصل دی او ټول د دې اصل په پام کې نیولو ته مکلف دي.
هغه د مالي او اداري عمومي رییس د باتجربه کس په بللو سره یې هغه ته د نوي پسټ په نیولو سره مبارکي ورکړه ورپسې مولوي محمد شاه، د چارو ادارې استازي د ښاغلي ناصري د ټاکل کېدو په اړه د ریاست الوزرا د حکم پر لوستلو سره وویل چې دولتي پسټ یو امتیاز نه بلکه د خدای ج یو امانت او مسوولیت دی او موږ په مخلصانه ډول باید د خدای ج د خلکو په خدمت کې و اوسو.
ورته مهال ښاغلي ناصري هم د ا.ا.ا څخه د باور په پار مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې ورسپارل شوي چارې به په ښه توګه سر ته ورسوي.
Newsnews

 

Latest news

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .