۱۲۰ بېړنۍ وقایوي پروژې پلې شوي او ۹۶۵،۲۸۹  کورنیو ته بشري مرستې وېشل شوي دي

rahyab
Mon, Jul 31 2023 1:39 PM
news image

کابل- د زمري ۹مه -۱۴۰۲
الحاج مولوي عبدالرحمن زاهد پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د مالي او اداري عمومي رییس, د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې دیوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال، د وزارت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي زاهد په یاد مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: د تېر کال پر مهال د ملګرو ملتو دفترونو، د ملي او نړیوالو موسسو په همکارۍ، د هېواد په کچه داستنادي دیوالونو، سېندونو مسیر پاکولو، د کانالونو او سړکونو جوړولو،بیا مېشتېدنې او ګبیوني دېوالونو، ۱۲۰ وړې وقایوي پروژې پلې شوي دي.
د مالي او اداري عمومي رییس زیاته کړه: تېر کال کې د مرستندویه هېوادونو، ملګرو ملتو دفترونو، ملي او نړیوالو موسسو، خیریه بنسټونو او اشخاصو په همکارۍ؛ د طبیعي او غیرطبیعي پېښو له امله ۹۶۵۲۸۹ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي توکي او نغدي مرستې وېشل شوي دي. دغه راز په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېرو زلزلو له امله د شهیدانو وارثینو او ټپیانو ته؛ د دولت له بودجې څخه ۱۶۰ میلیونه افغانۍ ورکړل شوي دي.
نوموړي په خپلې وینا کې ووېل: چې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د پېښو پر وړاندې د زیانمنونکو سیمو ارزونه او سروې بشپړه شوي او په تېر ژمي کې په صعب العبور سیمو کې له واورې څخه د ۹۰۰ کیلومتره سړکونه او لارې پاکې شوي، له ماینونو او ناچاوده توکو څخه ۶۵ کیلومتره مربع ککړه سیمه پاک کاري او په نښه شوي همدارنګه یو میلیون کسانو ته د طبیعي پېښو او ناچاوده توکو په هکله پوهاوی ورکړل شوې او د ۳۰۰,۰۰۰ کورنیو لپاره د خوراکي، غیرخوراکي توکي، درمل او نورې مرستې راجلب او د طبیعي پېښو له امله ۲۵۲۹۳ زیانمن کورونه ترمیم شوي.
 د دې ترڅنګ د ۱۴۰۲ کال لپاره، د پنځه کلن ستراتېژیک پلان وروستي کول او په ولایتونو کې د پېښو مدیریت معلوماتي ملي سیستم پراختیا د وزارت په پلان کې نیول شوې.

news imagenews image



 

news image

Latest news

Sun, Jun 21 2026 3:13 PM
Background image

An MoU worth 941,949 US dollars was signed between ANDMA and the International Rescue Committee (IRC) for joint cooperation

Today, on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met with a delegation from the International. . .

Wed, May 13 2026 3:19 PM
Background image

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority Met with Uzbekistan’s Ambassador to Afghanistan

Today On Wednesday morning, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with H.E. Aybek Usmanov, the. . .

Tue, May 05 2026 4:58 PM
Background image

The General Director of ANDMA Participates and Delivers Speech in the Introduction, Analysis and Explanation Program of the 2025–2029 Strategic Plan

Today in morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, participated and delivered a. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .