په بلخ ولایت کې ۵۰۰ زیانمنو او بېوزله کورنیو ته خوراکي مرستې او د پېښو خطرونو په اړه پوهاوی ورکړل شو
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې محترم مقام د لارښوونې پر بنسټ, د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د پېښو له امله ۴۹۹ زیانمنو, بېوزله کورنیو کونډو او معلولینو ته د خوراکي مرستو د وېش ترڅنګ د سېلاب او اورلګېدنې په حالاتو کې د بېړنیو اقداماتو څرنګوالي او د زلزلې په وخت کې د ځان ساتنې په اړه پوهاوی وړاندی کړ.
په دی لړۍ کې د پېښو سره مبارزې ولایتي کمېسیون د پلاوي په شتون کې ۳۴۹۳ کسان په غیر مستقیم توګه له عامه پوهاوي برخه من شول, او ۴۹۹ هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه او ۲۵ کیلو وریجې ووېشل شوې.
۱۴۴۶/۰۴/۱۸
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
