له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هیلوټرست THT نړیوالې مؤسسې ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک سوه

rahyab
Sun, Nov 17 2024 1:45 PM
تصویر خبر

نن ورځ یک شنبه, له غرمې مخکې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کې د هیلوټرسټ نړیوالې مؤسسې د رئیس ډاکتر احمد فرید همایون او د اړیکو مسؤل الهام الله مصطفی سره وکتل.  
ترابي صاحب په خپلو خبرو کې د هیلوټرسټ نړیوالې مؤسسې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووېل او زیاته یې کړه, چې ماینونه او ناچاودي توکي د خلکو لپاره یو ستر ګواښ دی چې په دې اړه خلکو ته باید عامه پوهاوۍ ورکړل سي او ماینونه په خوندي توګه له منځه یوړل سي.
وروسته د هیلوټرسټ نړیوالې مؤسسې رئیس ډاکتر احمد فرید همایون له ترابي صاحب څخه ځانګړې مننه وکړه, چې وخت یې ورکړ او زیاته یې کړه چې یادې ادارې تل زموږ سره همکاري کړې ده او موږ هم تل کوښښ کوو چې خلکو ته عامه پوهاوۍ ورکړو ترڅو له چاودېدونکو توکو څخه خوندي پاته سي. 
د یادونې وړ ده چې د ۱۶۸۵۶۳۳ یو میلیون شپږ لکه ۵ اتیا زره شپږ سوه درې دېرش ډالرو په ارزښت به یاده مؤسسه په زابل، ارزګان، هلمند، غور، فاریاب او بدخشان ولایتونو کي ۷۰۰۰۰۸۶ اووه میلیونه او شپږ اتیا متره مربع ککړې سیمې له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکي کړي او ۵۲۸۰۰ کسانو ته به عامه پوهاوۍ هم ورکړل سي.

نیټه: ۱۴۴۶/۵/۱۵ هـ ق 
له پیښو سره دمبارزې اماده ګۍ ملي اداره

تصویر خبر


 

Latest news

Sat, Sep 06 2025 12:45 PM
Background image

Distribution of Non-Food Aid to 300 Earthquake-Affected Families in Kunar Province’s Diwa-Gul Valley

A joint committee from the Kunar Province Disaster Management Directorate and the Directorate of Labor and Social Affairs, with the support of the Khairul Umma Foundation, distributed. . .

Sat, Sep 06 2025 9:57 AM
Background image

Distribution of Non-Food Items to 50 Earthquake-Affected Families in Kunar Province

Afghanistan National Disaster Management Authority, with the support of one of its operational partners, the Agha Khan Foundation for Habitat, distributed five types of non-food items. . .

Thu, Sep 04 2025 9:53 AM
Background image

The process of setting up tents in multiple locations to provide temporary shelter for earthquake victims in Kunar province is underway 

Since yesterday, Afghanistan National Disaster Management Authority, utilizing its available resources and in collaboration with its partners, has initiated the installation of tents in. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .