د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ۲۰۳ زیانمنو او اړمنو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې وکړې

rahyab
Sat, Dec 07 2024 12:29 PM
news image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د تېرو مرستو په دوام په کلکان ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو له امله ۲۰۳ زیانمنو او اړمنو کورنیو ته خوراکي او خوراکي مرستې ووېشلې.
د مرستو د وېش په دې پروګرام کې د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست رییس محترم مولوي نجیب الله انوري ووېل, چې یاد ریاست پلان لري چې د کابل په ولسوالیو کې د زیانمنو خلکو د سروې او تثبیت بهیر ترسره کړي ترڅو له هغوۍ سره مرستې وکړي.
نوموړي زیاته کړه چې نن ورځ په مجموع کې ۲۰۳ کورنیو ته مرستې وېشل کېږي چې له دې جملې  څخه ۱۵۳ کورنۍ د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي  وي او  همداراز ۵۰ نورې کورنۍ اړمنې پېژندل شوي.
د یادونې وړ ده چې په دۍ لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه, ۲۵ کیلو وریجې, یو تخته روجایي, ۳ تختې کمپلې او ۱۴ قلمه توکي لرونکی یو روغتیایي کېټ ووېشل شول.
ورته مهال له مرستو برخه منو له یاد ریاست څخه د مرستو د وېش په پار مننه او خوښي څرګنده کړه او خلکو ته د مرستو رسولو له امله یې د هغوی د سلامتیا او د اسلامي نظام د بقا لپاره دعا وکړه.

نیټه: ۱۴۴۶/۶/۵
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

Latest news

Thu, Sep 04 2025 9:53 AM
Background image

The process of setting up tents in multiple locations to provide temporary shelter for earthquake victims in Kunar province is underway 

Since yesterday, Afghanistan National Disaster Management Authority, utilizing its available resources and in collaboration with its partners, has initiated the installation of tents in. . .

Wed, Sep 03 2025 4:07 PM
Background image

Tents Set Up for Earthquake-Affected Families in Chawkay District, Kunar Province

Afghanistan National Disaster Management Authority, with the support of partner organizations, has set up tents in Chawkay District to assist families affected by the recent earthquake.. . .

Tue, Sep 02 2025 10:02 PM
Background image

Director-General of ANDMA Receives Reports from 14 Working Committees

Today in afternoon, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, received reports from representatives and members of 14. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .