د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰۰ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ډي آر سي موسسې په مالي همکارۍ, په واشیر ولسوالۍ کې ۳۰۰ کورنیو ته د خوراکي توکو پېرلو لپاره نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د یاد ریاست او موسسې د استازو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۲۷۰۰ دوه زره اووه سوه افغانۍ او په مجموع کې ۸۱۰۰۰۰ اته سوه او لس زره افغانۍنغدي پیسې ووېشل شوې.
نیټه: ۱۴۴۶/۶/۱۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره