د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٣٠٩ زیانمنونکو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې کميټې په مالي ملاتړ، ٣٠٩ مستحقو او زیانمنونکو کورنیو ته د یاد ولایت په یکاولنګ ٢ ولسوالۍ کې نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، هرې کورنۍ ته ٢٢,٥٠٠ افغانۍ او ټولټال ٦,٩٥٢,٥٠٠ افغانۍ مستحقینو ته ووېشل شوې.
نېټه: ١٤٤٦/٧/١٢
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره