د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
Thu, Jan 16 2025 10:05 PM
news image

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې ولایتي کمېټې د پرېکړې له مخې، د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د WFP, UNHCR, UNICEF سازمانونو په همکارۍ، په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان هیواد له لوري ترسره شوي د هوایي برید له امله ۱۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې له سروې وروسته د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته د WFP موسسې له لوري ۲۰۰ کیلو اوړه، ۸.۲ لیټره غوړی، ۲۵ کیلو دال، ۲ کیلو مالګه ۳ کیلو د ماشومانو مواد، د مېرمنو لپاره WSD مواد، همدارنګه د UNICEF سازمان له لوري ۱۰ هایجن کېټونه، ۱۰ فامیلي کېټونه، ۱۰ ترپالونه، ۱۰ درجن صابون او د پخلنځي مکمل توکي او د دې ترڅنګ د UNHCR سازمان له لوري ۳۰ تختې کمپلې، ۱۰ عدده فلزي باکټ، ۱۰ پایه د ګاز ډبې، ۲۰ روغتیایي کېټونه، ۱۰ د پخلنځي کېټونه، ۲۰ تختې ترپالونه، ۲۰ دستمالونه او ۳۰ عدده صابون یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شول. 
ورته مهال د مرستو ترلاسه کوونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او یادو سازمانونو څخه مننه او خوښي څرګنده کړه.

نېټه:۱۴۴۶/۷/۱۵
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Jul 08 2025 9:49 PM
Background image

A Memorandum of Understanding for Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and ASIO Institute, Valued at $298,711

Today in afternoon, the Acting Head of Afghanistan National Disaster Management Authority, Honorable Mullah Nooruddin Turabi, met with the Head of ASIO Institute, Honorable Abdul Hadi. . .

Tue, Jul 08 2025 9:34 PM
Background image

The Acting Head of ANDMA had a Visit to the Migrant Camp at the Kabul Terminal

Today in afternoon, the Acting Head of Afghanistan National Disaster Management Authority, Honorable Mulla Nooruddin Turabi, visited the migrant camp located at the Kabul Terminal in. . .

Tue, Jul 08 2025 8:22 PM
Background image

An MoU for Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and DRC, Valued at $1,226,303

Today in morning, the Acting Head of Afghanistan National Disaster Management Authority, Honorable Mullah Nooruddin Turabi, met with Ms. Hannah Rose Holloway, Head of Mine Action. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .