له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د بېړنۍ سرپناه او غیرخوراکي مرستو د کلستر له پلاوي سره وکتل

rahyab
Tue, Feb 25 2025 3:31 PM
news image

نن ورځ د سه‌شنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي، د IOM  دفتر د کلستر همغږي کوونکې ساوسن سعد، د UNHCR دفتر د کلستر همغږي کوونکې آریرین موتیف، او د IOM دفتر د کلستر مرستیال محمد هاشم نیازی سره په کاري دفتر کې وکتل او خبرې وکړې.
په دې ناسته کې، ترابي صاحب د کلستر پلاوي ته ښه راغلاست ووېل او څرګنده یې کړه چې طبیعي پېښې هر کال خلکو ته د پام وړ مالي او ځاني زیانونه اړوي، او د دې پېښو د خطرونو د کمولو لپاره د وقایوي پروژو پلي کول ډېر اړین دی.
نوموړي زیاته کړه چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره د خپلو مسئولیتونو پر بنسټ، د پېښې په بېلابېلو پړاوونو کې چې وقایه، چمتووالی، رسېدنه، او بیا رغونه پکې شامل دي، زیانمنو ته مرستې رسوي. هغه د یادو کلسترونو له استازو وغوښتل چې په ټولو یادو پړاوونو کې همکاري وکړي.
د ادارې سرپرست همداراز د کلستر سره پر همغږۍ او د همکاریو پر پراخولو ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې دا اداره به د کلستر سره په ټولو برخو کې لازمې همکارۍ وکړي.
ورپسې، آریرین موتیف د UNHCR دفتر د کلستر همغږې کوونکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست له همکاریو مننه وکړه او ویې ویل چې کلستر په بېړنیو حالاتو کې بشري مرستو، د کورونو پر ترمیم او بیا رغونې تمرکز لري. هغه د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) له لوري د بشري مرستو د بندېدو له امله رامنځته شویو ستونزو ته هم اشاره وکړه.
په همدې حال کې، ساوسن سعد دIOM  دفتر د کلستر همغږې کوونکې، د ۲۰۲۵ کال لپاره د کلستر د پروګرامونو د چمتووالي، اړتیاوو، سرچینو، او زیانمنو ته د مرستو رسولو پر څرنګوالي خبرې وکړې. نوموړې وویل چې یاد پلان د ملګرو ملتونو د معیارونو او ترسره شویو ارزونو پر بنسټ ترتیب شوی او په ۲۰۲۵ کال کې به پلی شي.
میرمن سعد همداراز د پسرلي سېلابونو د خطرونو یادونه وکړه او وویل چې بشري مرستې په ستراتیژیکو ګدامونو کې زېرمه شوې دي، ترڅو د بیړنیو حالاتو پر مهال زیانمنو ته ووېشل شي.
په پای کې، دواړو لوریو د پېښو د مدیریت په برخه کې د همغږۍ او ګډ کار پر ارزښت ټینګار وکړ او هوکړه یې وکړه چې د افغانستان په کچه د ټولو فعالو کلسترونو له استازو جوړ یو ګډ کاري ګروپ به جوړ کړي.

نېټه:۱۴۴۶/۸/۲۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jul 06 2025 5:29 PM
Background image

The Construction of a Standard Camp for Forcibly Returned Migrants Progresses Rapidly in Nemroz Province

The Afghanistan National Disaster Management Authority’s Nemroz Provincial Directorate has initiated the construction of a standard and well-equipped camp in Nemroz Province to. . .

Sun, Jul 06 2025 4:32 PM
Background image

An MoU was Signed Between ANDMA and ODSAD Institute Valued at $64,196

Today on Sunday, the Acting Head of Afghanistan National Disaster Management Authority, Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met with the Head of the Organization for Development. . .

Wed, Jul 02 2025 2:22 PM
Background image

An MoU for joint cooperation was signed between ANDMA and the International Rescue Committee, with a total value of 331,429$.

Today in morning, Alhaj Mullah Nooruddin, the Acting Head of Afghanistan National Disaster Management Authority, met with His Excellency Mohammad Amir Ahmar, Acting Head of the. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .