په ارزګان ولایت کې د یوې ویالې د استنادي دیوال د جوړوېدو کار پرانستل شو

rahyab
Thu, Apr 10 2025 6:04 PM
تصویر خبر

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د فرمان له مخې، چې هر ولایت ته د بیړنیو وقایوي پروژو د پلي کېدو لپاره یې ۱,۰۰۰,۰۰۰ (یو میلیون) افغانۍ ځانګړې کړې دي، او دا وقایوي يروژې به له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لخوا پلي کېږي. د دې لړۍ په دوام د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په مرکز د ګرم اب په سیمه کې د یوې ویالې د حفاظت لپاره د استنادي دیوال جوړولو د پروژې کار د ۱,۰۹۳,۰۰۰ (یو میلیون او ۹۳ زره) افغانیو په لګښت پیل کړ.
د دې ویالې دیوال چې مخکې د رود لخوا د اوبو پرې راتلو سره نړېدلی وو او په دې سیمه کې سلګونه کورونه او کرنیزې ځمکې شتون لري چې د ویالې دیوال په نړېدو سره دغو کورونو او کرنیزو ځمکو ته به اوبه نه رسېدلې، چې اوس مهال د ارزګان لایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رییس محترم ملا حضرت الله امدادالله په شتون کې کورونو او کرنیزو ځمکو ته د اوبو د رسولو په موخه د ویالې لپاره د استنادي دیوال جوړولو کار پیل شو. 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رییس په ښه کیفیت او پر وخت د دې پروژې کارونو د بشپړېدو په اړه ډاډ څرګند کړ او ویې وېل چې دا پروژه به د هستوګنیزو کورونو او کرنیزو ځمکو لپاره خورا ګټوره تمامه شي.
ورته مهال، د سیمې اوسېدونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له دې اقدام څخه مننه او قدرداني وکړه.

نېټه:۱۴۴۶/۱۰/۱۲
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Oct 23 2025 12:37 PM
Background image

The Director General of ANDMA and the British Special Representative for Afghanistan had a Meeting

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Mullah Nooruddin Turabi, met with the British Special Representative for Afghanistan, Mr.. . .

Wed, Oct 22 2025 4:54 PM
Background image

Two MoUs worth a total of $5,089,444 were signed between ANDMA and the Afghan Youth Services Organisation

Today in afternoon, Wednesday, His Excellency Mulla Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met with His Excellency Engineer Abdul. . .

Wed, Oct 22 2025 2:22 PM
Background image

ANDMA Initiates Distribution of Food and Non-Food Items to 1,269 Affected Families in Kabul’s Deh Sabz District

Today in morning, the esteemed Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Mullah Nooruddin Turabi, visited Deh Sabz District in Kabul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .