د مالي او اداري ریاست تخنیکي پلاوي د مرکزي زون ولایتونو ته له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو د مالي او اداري چارو د څارنې او ارزونې په موخه سفر وکړ

rahyab
Sun, May 11 2025 5:14 PM
image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري ریاست یو تخنیکي پلاوي، د اداري چارو د کره څېړنې او ارزونې په موخه کاپيسا، پروان، پنجشیر او بامیان ولایتونو ته سفر وکړ.
د دې سفر په ترڅ کې، یاد پلاوي د اړوندو ولایتي ریاستونو فعالیتونه او کاري بهیرونه په بېلا بېلو برخو کې لکه، مالي چارو، د ګدامونو تنظیم او ارزونه، د اجناسو ثبت او شمېرنه، د معلوماتي ټکنالوژۍ (IT) سیستمونه او د ترانسپورتي چارو ارزونه وکړه.
د یادونې ده، چې دا څېړنې او ارزونې د اداري چارو د روڼتیا، ښه‌والي او د یادو ولایتونو د شته ستونزو د پیژندلو په موخه ترسره شوې دي.
همداراز، یاد پلاوي د شته ستونزو او اړتیاوو د څېړلو ترڅنګ، مسؤلینو ته اصلاحي وړاندیزونه هم وړاندې کړل، ترڅو د ولایتي ریاستونو کړنې اغېزمنې او لا ځواب ویوونکې شي.

نېټه: ۱۳/ ۱۱/ ۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Wed, Jul 02 2025 2:22 PM
Background image

An MoU for joint cooperation was signed between ANDMA and the International Rescue Committee, with a total value of 331,429$.

Today in morning, Alhaj Mullah Nooruddin, the Acting Head of Afghanistan National Disaster Management Authority, met with His Excellency Mohammad Amir Ahmar, Acting Head of the. . .

Mon, Jun 30 2025 8:35 PM
Background image

A Three-Day Training Workshop was Held for 30 Employees of ANDMA on Emergency Response

The Afghanistan National Disaster Management Authority, with financial and technical support from the Aga Khan Agency for Habitat, conducted a three-day training workshop for 30 of its. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .