د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٢٢ زیانمنو شویو کورنیو ته خوراکي، غیر خوراکي اونغدي مرستې ووېشلې

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د مرکز او بېلابېلو ولسوالیو اړوند ٢١ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي او د ١ ټپي شوي کس کورنۍ ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ٥٠ کیلو غنم، ٥٠ کیلو وریجې، ٣ تختې کمپلې، ٣ تختې توسان، ٢ جوړې چپلکې او یوې کورنۍ ته په یادو شویو مرستو سربېره ١ باب خېمه هم ووېشل شوه او همدارنګه د یو ټپي کورنۍ ته ١٠,٠٠٠ افغانۍ نغدي پیسې ووېشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/٢٧هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره