د سېلابي رسوباتو څخه د رخه ولسوالۍ د پیاوشت کلي د ښوونځي د پاکولو چارې ترسره شوې

rahyab
Sun, Jul 27 2025 10:50 AM
news image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سیمې د اوسېدونکو په همکاري او د ولایت مقام په همغږۍ، د رخه ولسوالۍ د پیاوشت کلي د هلکانو د ښوونځي انګړ او ټولګي له هغو رسوباتو او خټو پاک کړل چې د وروستیو سېلابونو له امله ډک شوي وو.
تېر سېلابونه د دې ښوونځي د زده کړو بهیر، د شاګردانو د تګ راتګ او د ښوونځي له انګړ څخه په عمومي کارونې کې جدي ستونزې رامنځته کړې وې. د دې فعالیت په ترسره کولو سره، د ښوونځي تعلیمي چاپېریال بېرته عادي حالت ته ستون شوی او د شاګردانو لپاره د بې‌ له ځنډه زده کړو زمینه برابره شوې ده.
دا اقدام د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې د آمادګۍ ریاست، د سیمه‌ییزو خلکو او نورو دولتي ادارو د همکارۍ او یووالي ښکاره بېلګه ده چې د طبیعي پېښو د ګواښونو د کمولو او د ښوونې او روزنې د بهیر د ملاتړ په موخه ترسره شوی دی.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۲/۰۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Jan 13 2026 3:56 PM
Background image

The General Director of Afghanistan National Disaster Management Authority met with a Delegation of Islamic Relief Organisation 

Today in morning, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with His Excellency. . .

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .