د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې چاودېدونکي توکي کشف او خنثی کړل شول

د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د AREA ماین پاکۍ موسسې د بېړنۍ ځواب وینې تخنیکي ټیم QRT-11 په ملاتړ، د یاد ولایت د نهر سراج ولسوالۍ په نهمه حوزه کې ٥ عدده RPG2 مرمۍ ١ عدد ٨٢mm دراکټ مرمۍ کشف او په خوندي توګه له منځه یووړلې.
د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو له خلکو څخه غوښتي چې د هر ډول مشکوک یا چاودېدونکو توکو د لېدو په وخت کې دې ژر تر ژره د اړونده مسؤلینو سره د اړینو اقداماتو ترسره کولو لپاره اړیکه ونیسي.
نېټه: ۱۴۴۷/۲/۱۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره