په پکتیکا ولایت کې ناچاوده توکي کشف او خنثی کړل شول

rahyab
Tue, Sep 09 2025 2:19 PM
news image

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې د هلوټرسټ ماین پاکۍ نړیوالې موسسې تخنیکي ټیم، د یاد ولایت د شکین ولسوالۍ په شمس الدین چیني کلي کې له تېرو جګړو څخه پاتي شوي ۱۶ عدده بېلابېل ډول ناچاوده توکي کشف او په خوندي توګه خنثی کړل. 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو وویل، چې د چاودېدونکو توکو له امله د خلکو ځان او مال له خطر سره مخ وو، چې اوس مهال د دې ناچاوده توکو په پاکولو سره سیمه له خطر څخه پاکه او د سیمې اوسېدونکي له احتمالي مرګ ژوبلې او نورو زیانونو څخه خوندي پاتې شول. همدا راز، هغوی له خلکو څخه غوښتنه وکړه چې د هر ډول مشکوک یا چاودېدونکو توکو د لېدو په وخت کې دې ژر تر ژره د اړونده مسؤلینو سره د اړینو اقداماتو ترسره کولو لپاره اړیکه ونیسي.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۱۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .