په لغمان ولایت کې یوه ناچاوده مرمۍ کشف او خنثی کړل شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هیلو ټرسټ ماین پاکۍ نړیوالې موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې د تخنیکي ټیم سره په همغږۍ، د دې ولایت د مرکز مهترلام په پنج پای کلي کې یوه ناچاوده مرمۍ کشف او په خوندي ډول له منځه یووړه.
دا مرمۍ BM1 ډوله وه، چې له تېرو جګړو څخه پاتې شوې وه او د کارولو وړ نه وه، خو د سیمې د اوسېدونکو ژوند یې له خطر سره مخ کړی و. د هیلو ټرسټ موسسې مسلکي ټیم په بشپړه توګه د خوندیتوب اصولو په مراعت کولو او په بریالیتوب سره ترسره کړل او مرمۍ یې له منځه یووړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۴/۲۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره