په بغلان ولایت کې د ۲۷ ولسي ژغورنې کمېټو د جوړېدو او تجهیز سره هم مهاله د زلزله په اړه د پوهاوي پروګرام ترسره شو

rahyab
Wed, Oct 22 2025 4:47 PM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هستوګنې لپاره د آغاخان مؤسسې (AKAH) ترمنځ د همکارۍ د هوکړه لیک پر بنسټ، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ په پنځو ولسوالیو دهنه‌غوري، دوشي، بنو، ده‌صلاح او خنجان کې د سیمه‌ییزو اوسېدونکو لپاره د زلزلې‌ په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره کړ.
په دې پروګرام کې، د هستوګنې لپاره د آغاخان مؤسسې (AKAH) د طبیعي پېښو پر وړاندې د خلکو د مقاومت لوړولو په موخه، ۲۷ د ولسي ژغورنې ټیمونه جوړ کړي او هر ټیم ته یې د زلزله پر وړاندې ۲۰ قلمه ژغورنیز وسایل ووېشل، څو وکولای شي د زلزلې پر مهال د مرستې رسولو او روغتیایي مرکزونو ته د  زیانمنو کسانو د انتقال په چارو کې ترې ګټه واخلي.
د دې پروګرام موخه د خلکو د پوهاوي کچه لوړول، د زلزلې پر مهال د ځان ساتنې لارې زده کول او د طبیعي پېښو پر مهال د بشري تلفاتو کمول دي.

نېټه: ۱۴۴۷/۴/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګي ملي اداره

Latest news

Wed, Oct 22 2025 4:54 PM
Background image

Two MoUs worth a total of $5,089,444 were signed between ANDMA and the Afghan Youth Services Organisation

Today in afternoon, Wednesday, His Excellency Mulla Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met with His Excellency Engineer Abdul. . .

Wed, Oct 22 2025 2:22 PM
Background image

ANDMA Initiates Distribution of Food and Non-Food Items to 1,269 Affected Families in Kabul’s Deh Sabz District

Today in morning, the esteemed Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Mullah Nooruddin Turabi, visited Deh Sabz District in Kabul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .