د لوګر ولایت د مرکز په دشت آبچکان کلي کې ناچاوده توکي کشف او خنثی کړل شول
د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې، د هلوټرسټ ماین پاکۍ نړیوالې موسسې تخنیکي ټیم د مرکز پل علم په دشت آبچکان کلي کې له تېرو جګړو پاتې شوي ۵ عدده ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یووړل.
د یادونې وړ ده، چې دا ناچاوده توکي د کارولو وړ نه وو له تېرو جګړو پاتې شوي وو او د سیمې د خلکو لپاره ګواښ رامنځته کړی و چې په خوندي ډول له منځه یووړل شول. په دې ناچاوده توکو کې ۳۵۰ ګرامه ناچاوده توکي، ۳ کاره اورپاروونکی(پټاقۍ) او ۴ متره ثانیه سوزه فلیته کارول شوي وو.
نېټه: ۱۴۴۷/۵/۲۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
