د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ یو شمېر چاودېدونکي توکي کشف او له منځه یوړل شول
د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DRC ماین پاکۍ مؤسسې د تخنیکي ټیم په ملاتړ، د دې ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې ۵۶ کړۍ چاودېدونکي توکي چې زیاته برخه یې AO-2.5 RT ډوله ماینونه وو په خوندي توګه خنثی کړل.
د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس د ماینونو او چاودېدونکو توکو د قربانیانو له کورنیو سره د غمشریکي کولو ترڅنګ وویل، چې د هر ډول مشکوک او چاودېدونکي توکي د لیدلو په صورت کې دې له اړوندو مسؤلینو سره اړیکه ونیسي ترڅو یې په اړه پر وخت اړین تدابیر ونیول شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۶/۰۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
