له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ماین‌پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست او د خوړو نړیوال پروګرام  (WFP)  ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه 

rahyab
Wed, Dec 03 2025 3:12 PM
تصویر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ماین‌پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست او د خوړو نړیوال پروګرام  (WFP)  ترمنځ د همغږۍ غونډه د ماین‌پاکۍ د انسجام او همغږۍ رئیس، قاري نورالدین رستم خیل او د یاد دفتر د استازو په ګډون د یاد ریاست د غونډو په صالون کې ترسره شوه.
په غونډه کې د ماین‌پاکۍ پروګرام د تاریخچې، لاسته‌راوړنو، اوسني وضعیت، د ککړو سیمو د پاکولو په بهیر کې د موجودو ستونزو، طرزالعملونو او په پروژو کې د ماین پاکۍ فعالیتونو د الزاماتو په اړه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له لوري د متحدالمال لیک په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول. همدارنګه ټینګار وشو چې د  WFP په پروژو کې د ماین‌پاکۍ موضوعات باید لا هم پیاوړي او منسجم شامل شي.
د خوړو نړیوال پروګرام استازو هم د لا زیاتو همکاریو، د ککړو سیمو د پاکولو د بهیر د ښه‌والي او د همغږۍ د پراختیا په تړاو خپلې پوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل او د دواړو بنسټونو ترمنځ د همکارۍ پر پراختیا یې ټینګار وکړ.
په پای کې، دواړو خواوو د دوامدارو همکاریو، پر وخت د معلوماتو تبادلې او په ټولو پروژو کې د ماین‌پاکۍ د الزاماتو پر رعایت کولو ټینګار وکړ. 

نېټه: ۱۴۴۷/۶/۱۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Jan 13 2026 3:56 PM
Background image

The General Director of Afghanistan National Disaster Management Authority met with a Delegation of Islamic Relief Organisation 

Today in morning, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with His Excellency. . .

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .