د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۸۵ کورنیو ته نغدې او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
Sun, Dec 21 2025 2:13 PM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د OHW موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، د دې ولایت په فیروزنخچیر ولسوالۍ کې ۴۸۵ کورنیو ته چې کورونه یې د تېرې زلزلې له امله په نیمه او بشپړ ډول ویجاړ شوي وو، له سروې وروسته نغدې او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې له یاد شمېر کورنیو څخه ۲۱۵ کورنیو هرې یوې ته ۱۳,۲۷۰ افغانۍ او یو روغتیایي کېټ او ۲۱۲ کورنیو هرې یوې ته ۱۱,۲۷۹ افغانۍ او ۵۸ کورنیو هرې یوې ته یو روغتیایي کېټ ووېشل شو او د وېشل شویو نغدو مرستو  اندازه ټولټال پنځه میلیونه او دوه سوه څلور څلوېښت زره او یو سل او اته نوي (۵,۲۴۴,۱۹۸) افغانۍ کېږي.

نېټه:۱۴۴۷/۶/۳۰ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .