د پېښو چارو د انسجام معین د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ګدامونو او عامه‌المنفعه پروژو څخه لیدنه وکړه

rahyab
Sat, Dec 27 2025 3:45 PM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د انسجام معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، سمنګان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې ، د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له رئیس محترم الحاج مولوي احسان‌الله احسان او مل پلاوي سره یوځای، د مرستندویو توکو د زېرمو له ګدامونو او په دې ولایت کې له تطبیق شوو وقایوي او عامه‌المنفعه پروژو څخه لیدنه وکړه.

محترم معین صاحب د یاد ریاست له مرکزي ګودامونو او د کرنې ریاست له ګددام څخه کتنه وکړه او د هغو بېلابېلې برخې لکه، د خوراکي او غیرخوراکي توکو زېرمې، بېړني تجهیزات، د معیاري ساتنې څرنګوالی او د احتمالي طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي یې هر اړخېزه څېړنه وکړه.

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو د زېرمو د وضعیت، د مرستو د وېش بهیر، لاسته راوړنو او بېړنیو اړتیاوو په اړه مفصل راپور وړاندې کړ او د مرکزي ادارې له ملاتړ او همکارۍ څخه یې مننه وکړه.

د پېښو چارو د انسجام محترم معین د ترسره شوو هڅو او فعالیتونو د ستاینې تر څنګ، پر شفاف مدیریت، د مرستندویو توکو د کیفیت ساتنه، د پېښو پر وړاندې بېړنی چمتووالی، د موجودو توکو د چک‌لیست ترتیب (د مقدار، نېټې او کیفیت له پلوه) او د اړوندو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او د کاري بهیر د لا ښه‌والي لپاره یې لازمې لارښوونې وړاندې کړې.

همدارنګه، نوموړي د سمنګان ولایت په مرکز کې د پلي‌تګ پل او استنادي دېوال د جوړولو له پروژې څخه هم لیدنه وکړه. دغه پروژه چې د خطرونو د کمولو، د خوندیتوب د زیاتولو او د ښاریانو د تګ راتګ د اسانتیا په موخه تطبیق شوې، د وقایوي او عامه‌المنفعه پروژو له جملې څخه ګڼل کېږي.

د یادونې وړ ده چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د لارښوونې پر بنسټ، د وقایوي او عامه‌المنفعه پروژو د تطبیق لپاره د یو میلیون افغانیو بودجه ځانګړې شوې وه، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له لوري د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ته وسپارل شوه او په شفاف او اغېزمن ډول ګټه ترې واخیستل شوه. د دغو پروژو د تطبیق په پایله کې، د سیمې زرګونه اوسېدونکي او سلګونه هستوګنیز کورونه د سېلاب له احتمالي خطرونو څخه خوندي شوي دي.

په پای کې، د سیمې خلکو د اسلامي امارت له مشرتابه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه مننه وکړه او د لا ډېرو پروژو د پلي کېدو غوښتنه یې وکړه.

نېټه:۱۴۴۷/۷/۰۶ ه ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .