د مزارشریف ښار کې د اورلګېدنې څخه د مخنیوي کمېټې د تېلو ټانکونو څخه بیا ارزونه ترسره کړه

rahyab
Tue, Dec 30 2025 1:53 PM
123

د بلخ ولایت د محترم مقام د حکم او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د رهبري د لارښوونې له مخې، د اورلګېدنې د مخنیوي دایمي کمېټې، چې د اړوندو ادارو د استازو څخه جوړه شوې ده، په مزارشریف ښار کې د جمشیدي نمبر ۹، جمشیدي نمبر ۴، د قناعت د تېلو ټانک او د اتفاق د تېلو ټانکونو دوهم پړاو بیاکتنه او نظارت ترسره کړ.

دا نظارت د اورلګېدنې د مخنیوي لپاره د وقایوي وسایلو د موجودیت او برابرښت په موخه د هغو لارښود چک ‌لیستونو له مخې وارزول شي چې په لومړي پړاو کې وېشل شوي وو. د پلاوي د لیدنو له مخې، د جمشیدي نمبر ۹ تېلو ټانک زیاتره وقایوي موارد رعایت کړي او یوازې درې موارد پاتې دي چې د دغه ټانک مسئولینو د نیمګړتیاوو د ژر تر ژره لرې کولو جدي ژمنه کړې ده او د قناعت د تېلو ټانک وقایوي وسایل په نسبي ډول رعایت کړي دي.

په همدې حال کې، د جمشیدي نمبر ۴ د تېلو ټانک او د اتفاق د تېلو ټانک هېڅ یو وقایوي اصول نه دي مراعات کړي؛ له همدې امله، د څارنې پلاوي له خوا دغو ټانکونو ته د اصولو د نه رعایت اخطاریه ورکړل شوه. له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره د اورلګېدنې د پېښو د مخنیوي لپاره د ټولو وقایوي تدابیرو پر بشپړ تطبیق ټینګار کوي.

نېټه: ۱۴۴۷/۷/۹ هــ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .