د بدخشان ولایت په تشکاني ولسوالۍ کې دوه د څښلو وړ اوبو پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ACTED مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکي یې AHF دی، د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د تشکاني ولسوالۍ په ملګاني او دشت آغه کلیو کې دوه د څښلو وړ اوبو پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
د یادې پروژې د جوړولو چارې د ۶۲۵۰ متره اوږدوالي، د ۳۶ متر مکعب حجم لرونکو دوه بابه د اوبو د زخیرو، ۱۵ پایې شیردهنو او ۶ تختې سولر په درلودلو سره ټولټال د یو میلیون او اوه سوه او شپېته زرو (۱،۷۶۰،۰۰۰) افغانیو په لګښت پای ته ورسېدې.
د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې په بشپړېدو سره ۱۹۵ کورنیو د څښلو وړ اوبو ته لاس رسی پیداکړ.
نېټه: ۱۴۴۷/۷/۱۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
