د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۴۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ډنمارک د کډوالو شورا (DRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، د دې ولایت په خاک سفید، فراه رود او بکواه ولسوالیو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۴۰ زیانمنو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې له سروې وروسته هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۱۰,۹۳۰ افغانۍ ووېشلې، چې ټولټال یو میلیون او څلور سوه او دوه نوي زره او نه سوه څلوېښت (۱,۴۹۲,۹۴۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
د مرستو ترلاسه کوونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او یادې موسسې څخه مننه او قدرداني وکړه او یاد ریاست ټینګار وکړ چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو ته د رسېدنې بهیر به دوام ومومي.
نېټه:۱۴۴۷/۷/۲۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
