د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې بېلابېل چاودېدونکي توکي کشف او خنثی شول
د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د نادعلي ولسوالۍ د مارجې بلاک سیمې په یو کباړي دوکان کې یو عددMorter 60mm مرمۍ او یو عدد81mm Morter wp مرمۍ کشف، په خوندي توګه انتقال او له منځه یوړلې.
د یادونې وړ ده، چي یاد ریاست تل له خلکو غوښتي چې د هر ډول مشکوک یا چاودېدونکو توکو د لیدو په صورت کې دې یاد ریاست ته خبر ورکړي ترڅو د خنثی کولو لپاره یې اړین اقدامات ترسره شي.
نېټه:۱۴۴۷/۷/۲۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
