د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۱۴ کورنیو ته د سرپناه د ترمیم او جوړولو لپاره نغدې مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اسلامي هوساینې مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت اړوند ۱۱۴ کورنیو ته د سرپناه (شیلټر) د ترمیم او جوړولو لپاره له سروې وروسته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۲۵،۳۲۷ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره دوه میلیونه او اته سوه او اووه اتیا زره او دوه سوه او اته اویا (۲،۸۸۷،۲۷۸) افغانۍ نغدي پيسې ځانګړې شوې وې.
نېټه:۱۴۴۷/۷/۲۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
