د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۴ زیانمن شویو او مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د مرکز قلات، ارغنداب، شاجوی او نوبهار ولسوالیو اړوند ۱۰۴ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، یوه بورۍ ۵۰ کیلویي اوړه، ۵ کیلو بوره او نیم کیلو چای ووېشل شول.
نېټه:۱۴۴۷/۷/۲۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
