د کونړ ولایت په غازي آباد ولسوالۍ کې له خوړونو څخه د ډبرو او خټو د پاکولو او د یو ډبرین دیوال د جوړولو کار دوام لري 

rahyab
Thu, Jan 15 2026 12:55 PM
123

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کې له خوړونو څخه د خټو، ډبرو او شګو د پاکولو کارونه پیل کړي او دا مهال په منظم ډول پر مخ روان دي. 
 
په دې بهیر کې د یاد ریاست له لوري د غازي آباد ولسوالۍ په مریت کلي کې د سېلاب اوبو د تېرېدو لپاره له خوړ څخه د خټو، شګو او لویو ډبرو د پاکولو کار روان دی، چې په همدې خوړ کې له پرتو لویو ډبرو څخه به د ۲۰ متره په اوږدوالي، په لاندې برخه کې د ۵ متره او په لوړه برخه کې د ۲ متره په پلنوالي سره به یو ډبرین دیوال (بولډر وال) جوړ شي. 

د دې خوړ په پاکولو او ډبرین دیوال په جوړولو سره به د کلي ۶۰ کورونه، کرنیزې ځمکې او نور عامه تاسیسات د سېلاب له خطر څخه خوندي شي.

نېټه:۱۴۴۷/۷/۲۵ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Jan 13 2026 3:56 PM
Background image

The General Director of Afghanistan National Disaster Management Authority met with a Delegation of Islamic Relief Organisation 

Today in morning, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with His Excellency. . .

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .