په ختیځ زون کې د رضاکارانو د ټاکنې او د هغوی د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرام پیل شو

rahyab
Tue, Jan 20 2026 1:47 PM
123

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د DACAAR موسسې په ملاتړ د هېواد په ختیځ زون کې د ټولنې په کچه د رضاکارانونو د ټاکنې او د هغوی د ظرفیت لوړولو او د کوچنیو پروژو د پلي کولو په موخه د ساحوي کارکوونکو لپاره روزنیز پروګرامونه پیل کړل.

د روزنیزو پروګرامونو دا بهیر تېره ورځ په ننګرهار ولایت کې پرانیستل شو، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د  NDMIS او د رضاکارانو آمر، محترم سمیع الله حیات، د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ارزونې آمر، محترم فیض محمد آغا او د یادې موسسې مسؤلینو له لوري د روزنې پروګرام وړاندې شو.  

د دې روزنیزو پروګرامونو په ترڅ کې به کارکوونکو ته له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ټول حقوقي چوکاټ، د رضاکارانو طرزالعمل، او د پېښو د مدیریت اړوند مهم مسایلو په اړه به په نظري او عملي ډول روزنه ورکړل شي. تمه ده چې ګډونوال به تر زده کړو وروسته یاد مفاهیم د ټولنې وګړو ته انتقال کړي، څو د پېښو پر وړاندې د ټولنې وړتیا لوړه شي.

همدارنګه، د دې پروسې په ترڅ کې به وړ او فعال کسان د رضاکارانو په توګه وټاکل شي، چې وروسته به له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سره د راپور ورکولو، همغږۍ او د پېښو د مدیریت په برخه کې رضاکارانه فعالیتونه ترسره کوي.
د یادونې وړ ده چې د پروژې په پای کې به ټاکل شویو رضاکارانو ته د پېښو مدیریت اړوند اړین وسایل هم ووېشل شي، څو د بېړنیو پېښو پر مهال ګټه ترې واخلي. 

نېټه:۱۴۴۷/۰۸/۰۱ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Jan 20 2026 3:39 PM
Background image

The Director General of ANDMA met with the Director of Mission of the International Organization for Migration (IOM) in Afghanistan

This morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with Ms. Mihyung. . .

Tue, Jan 13 2026 3:56 PM
Background image

The General Director of Afghanistan National Disaster Management Authority met with a Delegation of Islamic Relief Organisation 

Today in morning, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with His Excellency. . .

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .