د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۲۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

rahyab
Sun, Feb 08 2026 2:27 PM
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ  ریاست د یاد ولایت له محترم مقام سره په همغږۍ، د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۵۲۰ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې. 

په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، د دښتې لیلې سیمې ۴۰۰ کورنیو هرې یوې ته یوه بورۍ ۵۰ کیلويي غنم، د دې ولایت په مرکز کې ۷۸ کورنیو هرې یوې ته یوه بورۍ ۵۰ کیلویي غنم، د وچکالۍ له امله ۲۰ زیانمنو شویو کورنیو هرې یوې ته درې بورۍ ۵۰ کیلویي غنم، یو د پخلنځي کیټ، یوه تخته کمپله، د اور سوځېدنې، واورو او باران ورېدو له امله ۲۰ زیانمنو شویو کورنیو هرې یوې ته، چې کورونه یې په قسمي توکه ویجاړ شوي وو، درې بورۍ ۵۰ کیلويي غنم، ۲ تختې کمپلې، یو د پخلنځي کیټ او ۱۰ کیلو مایع ګاز او دوو هغو کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړه توګه ویجاړ شوي وو په پورتنیو مرستو سره بېره ورته یو باب خېمه هم ووېشل شوه. 

د یادونې وړ ده، چې په یادو مرسته شویو توکو کې خېمې او د پخلنځي کيټ د یاد ولایت د محترم مقام له امکاناتو څخه وو، چې مستحقو کورنیو ته ووېشل شول. 

په پای کې، د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د دې ادارې او ریاست له مسؤلینو څخه د مننې کولو ترڅنګ د ورته مرستو د دوام غوښته یې وکړه. 

نېټه: ۱۴۴۷/۸/۲۰ هـ ق 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

Tue, Jan 20 2026 3:39 PM
Background image

The Director General of ANDMA met with the Director of Mission of the International Organization for Migration (IOM) in Afghanistan

This morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with Ms. Mihyung. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .