د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۳۲ اجباري راستنې شويو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشلې
د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ، د ۲۳۲ اجباري راستنې شويو کورنیو ته د قرغیو ولسوالۍ د سرخکان په کمپ کې غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته یو بسته د ژمني لباس او درې تخته کمپلې ورکړل شوې. سربېره پر دې، د ۸ مستحقو کورنیو لپاره په جلا ډول یوه یوه خیمه هم ځانګړې شوې وه.
مرستې ترلاسه کوونکو کورنیو د یادو مرستو هرکلی وکړ او وې ویل چې دغه مرسته د دوی د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مهمه ونډه لري او له مرستندویه نهادونو او ادارو یې د دوامدارې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ټینګار کوي چې د مرستو او خدمتونو د برابرولو هڅې د همکارو مؤسسو په ګډون به دوام ولري.
نېټه: ۱۴۴۷/۸/۲۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
