د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۷۵ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
Thu, Mar 12 2026 11:21 AM
تصویر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د بشري مرستو د همغږۍ موسسې (OCHR) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت د قیصار ولسوالۍ ۹۷۵ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.

په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، نیم کیلو مالګه، ۲ کیلو لوبیا او ۲ کیلو دالنخود ووېشل شول.

نېټه:۱۴۴۷/۹/۲۳ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .