له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه

rahyab
Mon, Mar 16 2026 1:17 PM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د خپل سفر په ترڅ کې د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او د یاد ریاست له مسئولینو او کارکوونکو سره یې  وکتل او له هغوی سره یې خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې محترم ترابي صاحب د کارکوونکو له هڅو او فعالیتونو څخه قدردانی وکړ او د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو شویو خلکو د اړتیاوو ته پر وخت د رسېدنې او غوره خدمتونو د وړاندې کولو پر اهمیت یې ټینګار وکړ. همدارنګه د کارکوونکو د هڅونې او لا زیاتې انګېزې لپاره یې هغوی ته نغدي مرستې هم ورکړې.

محترم ترابي صاحب د ریاست له ګودام څخه هم لیدنه وکړه او د بشري مرستو د ساتنې او زیانمنو شویو کسانو ته یې د هغو د وېش په برخه کې پر روڼتیا ټینګار وکړ.

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس وروسته د هغې ځمکې څخه هم لیدنه وکړه، چې د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست لپاره د اداري ودانۍ د جوړولو لپاره ځانګړې شوې ده، او د ودانیزو چارو د پیل او د کارکوونکو لپاره د لا ښو آسانتیاوو د برابرولو په موخه یې اړینې لارښوونې وکړې.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۹/۲۷ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .